په ګوادر بندرګا د چين د سمندري اډه په اړه خبري ټوله سیمه په ډار اخته کړے ده. د پاکستان ځواکونو له خوا دغه خبره ډاډه شوے ده چي د چین سمندري بیړي او سمندري ځواکونه به د سامان د خوندیتوب په هقله د تل لپاره به هلته خپاره وي. دغه بېړۍ به د پاکستان د سمندري ځواکونوسره د خپلې سوداګرۍ ساتنه کوي. پردې برسیره دا هم ويل کیژي چې په بندر کې به د چين اوبتل وګومارل شي، او د دغو بیړیو د ساتنې او جوړولو لپاره به د زمکني ځواکونو اډه هم جوړه شي. د پاکستان ګماشته(دلال) واکمنه ټولګي د چين د استعماری زنځیرونواغوستو باندي وياړي، په داسې حال کې چي خپل را روان نسلونویه ترغوږو په پوروکي لاندي ساتل شوي دي. د امریکا د مرستو د بنديدو وروسته له چین څخه راتلونکو ونډي خوړلو کشي د پاکستان او چین واکمني ټولګي د غلا حد کړۍ دۍ.همدغه شان چين هم د یواستعماري ځواک په رنګه خپل ځان قوي کوي.
ژباړہ : کریم پرھر
د نومبرپه۳۰ نيټه په بېجينګ کې د چين د ځواکونو د استازي ذ د پاکستانی پوځ د څرګندونو په اړه پوښتنې وشوي،په دې برخه کې ډګروال يانګ جون يو مناسب ځواب ورنه کړي. خوداسي ښکاري چې چین به په پاکستان کې د دغسې يو سمندري اډې د جوړولوخوا ته به ځي،ولي چي دومره غټ لګښت او د میلیاردونو ډالرو د ممکنه سوداګرۍ خبره ده.
له دغه په هیسته چین په دي سیمه کی د خپلو امپریالیسټي ګټو د ساتنی لپاره پوځي اشغال ډلو ته لوړ حرکت ورکوایه شي. په (جيبوتي) د هند سمندر و بل لوري ته د افریقا د یوه کوچني هیواد کې لا د مخه یوه سمندري اډه جوړه کړے ده له کومه چي د افریقا د و نورو هیوادونو ته د مالونو د انتقال موخه ده. ډګروال يانګ وويل چي دغه د افریقا آډه د سولې په موخه د هڅوڅيړنه ده. دا خبره د لیدلو وړده چې چین په ټوله نړۍ کې د خپلو پانګونو ساتنه د پوځي اډو په وزله کوي.خو د چین دغه استعماری نفوذ د امریکاي استعمار د ګټو د ضد له کبله په ټوله نړۍ کي شخړي دي.د ګوادر بندر ته نیژدے په خلیج پارس کی د امریکا سمندري بيړي د وجود سره په دے سیمه کشي خپل نفوذ هم لري. د هند سمندرکی د چین د مخ پرودې نفوذ لاندې څخه د هند د امپرياليزم د موخو ګواښ شوي دي او ډیلي هم د خپلو ځانګړو ګټو له ویري په لړزا دۍ.هند او ایران د افغانستان سره دچابهار بندر پیل کړۍ دۍ. د کوم چي د امریکا متحده ایالات هڅه کړے ده. په تیرو دو کلونو کي د ګوادر په بندر باندي چي کوم کارونه شوي دي هغه هند او ایران ته ستونزمن شکاري. زياتره شنونکي هم دغه خبره کوي چي د سوداګرۍ لپاره دغه لار ګرانه پريوزي، کومه چي د همالیه په غرونو کشی د موټرو په مرسته مالونه راوړي اما د سمندري لار که څه هم اوږده خو تر اسانه ده.خو د دې پروژې دانګيزو بربنډي او د چین هغه استعماری موخونه د وخت سره شکاره کیژي.لومړی هم د سی پېک لپاره په ۴۶ میلیار کی یوازي ۱۲ میلیارد سړکونو لپاره او نور د دې پروژې د بریښنا لپاره دي، په کوم کشی چي زیاتره د خورد بُرد پکار شي.
په داسي حال کي د روسیې د (سي پېک) په لورتمايل د نړۍ نورقدرتونو ته خطره ده. پاکستاني ورځپاڼو په څرګنده وي چې د روسیې د استخباراتي راپورونه د کي جي بي پخوانی مشر په پاکستان کې او د (سي پېک) په لورلیوالتیا ښودلی ده.د یو رپوټ د وينا چې د ګوادر ليدنه یې کړې او خوښي څرګنده کړه. د مطبوعاتو ته په وینا روسیه غواړی چي د (سي پېک) سره یوځای شي او پاکستان تشه اجازه نه بلکې هرکلی کړۍ دۍ. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د روسیې د په سي پېک کي د ګډون په هقله دغه ډول نيت نه لري.
لومړي وزیر نواز شریف د ترکمنستان ليدنه وکړه د(Lapis Lazuli) تړون سره یوځای شو. دې تړون کي افغانستان، ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان (جارجیا) او ترکیې شامل دي.د دغه تړون له مخې به دغې هېوادونو سره د سوداګرۍ دهلیز او د دغو هېوادونو به د پټلۍ سره ونښلول شي.ترکمنستان ځخه په افغانستان کې د رېل پټلۍ پیل شوی دی چې د نورو پروژو پرمختګ ته دوام ورکړي.د تړون په مرسته سره د دغو هېوادونود طبیعي منابعو سمندر ته رسولو لپاره پاکستان لار ورکېي. د دغو هېوادونو اکثریت د روسیې د نفوذ لاندي دي اوپه یوکراين کی د امریکا پرشاتګ وروسته دغه نفوذ زیاتون لري. او له بل لوري روسیې د منځنۍ آسیا هیوادونه خپل د لاس موټۍ بولي.خو چین د تېرو څو کلونوپه منځنۍ اسیا کې خپل نفوذ د پراخولوهڅي کوي او د سنکیانګ ځخه دې هېوادونو سره د رېل د پټلۍ او سړکونو پلانونه سره سوداګرۍ ته هم وده ورکوي. په داسې حال کې چین په افغانستان کې د زياتي پانګوني سره د طبیعی منابعو ییز لوټېدو ته دوام ورکېي. په داسي حال کشي د چین او روسي تر منځ شخړه راپورته کېدایه شي خو په ډېرو ځایونو کي د دواړو هېوادونو ګټي هم یوالۍ لري. لکه د سوریې په کورنۍ جګړوکي دواړه هېوادونه د امریکا د مداخلې پرضد جنګيږي او په ګډه د ملګرو ملتونو د پریکړه لیکونو سره مخامخ دي. له بله لور هند د امریکا په ملاتړ سره په افغانستان کې د لاس لرلو په پراخه کچه دۍ او يو لوی پانګونه هم لري.د چابهار بندرهدف افغانستان او منځنۍ اسيا ته د سوداګرۍ پر مهل له پاکستان ذ د تېرېدو ته اړتیا نه ولري.هند او ایران تر منځ نزدېوالۍ د امریکا په ملاتړ سره راته منځ ته سوۍ دۍ.
خو په دې وروستيو کې د چين او ایران تر منځ نژدې اړيکې هم را منځ ته شوي دي.د چين د دفاع وزيرد ايران د تېرې اونۍ درې ورځني سفر په سیمه کې ډيراهميت لري.د چين د دفاع وزيرد ایران د سمندري ځواک په آزاد سمندر کې خپل نفوذ زیاتونه په هقله د هغه سره مرستي اعلان وکړۍ.
چين د دې هدف لپاره ايران ته جنګي بېړۍ او نوري وسلې ورکولو سره استخباراتي روزنې وپلوري.د ایران په (سي پېک) کي د ګډون د هیلو پاکستان هرکلۍ کړۍ دۍ او ځیني شنونکي (سي پېک) د (برکس) عوض ګڼړي.
د چین نفوذ ترهند رسېدلۍ دۍ کوم چي د ۱۰۰ میلیار ډالرو ځخه زیات سوداګړۍ تړوننه لري. د دې تر څنګ چین بنګال ته ۳۰ میلیارډالر بنګله دیش ته د میانمار (برما) او د هند له لارې یو اقتصادي دهلیزد چین ولایت تایوان ته رسوي باندي پېل کړۍ دۍ. پر دې سربېره په سري لنکا کي د مخه د چین پہ مرستہ یوہ نبدر تر سره کیژي.د هند په سمندر کې چين د خپلوامپریالیستی ګټي په چټکۍ سره عملي کوي.په دې برخه کې تر ټولو لوۍ خنډ د امریکا د امپریالیزم ګټي دي هلته د دغه هېوادونو واکمن د چين د استعماري شتون ذ ویره لري. هغه قدرتونو د یوه امپرياليزم د قدرت د تسلط څخه ډډه کوي او د امپریالیستي قدرتونو پر بنسټ د اړیکي پرېکول نه غواړي. خود ټرمپ واک ته له راتګ وروسته او دايکړوالي د پالیسۍ له کبله حالات بدل لوري ته تلایه شي.هغه د نړۍ په مختلفو سیمو کې د تضاداتو ذ پرته کوي. حالات د امریکایي لاس وهني اړتیا لري او امریکایي امپریالیسټي د خپلو ځانګړو ګټو لپاره لاس نه شي پورته کوایه.
يو بل ستر خنډ د نړيوال اقتصادي بحران چې په چټکۍ سره د لښتي په لور روان دۍ. په ځانګړې توګه د ټرمپ د امنيت د پاليسيوله کبله سفر لنډ کوایه شي. لکه څنګه چې د چين د اقتصادي بحران به د دغو ټولو پروژود نيمګړتوب او د استعماری قدرت کېدو د نمایندګۍ خوب پاتې شي. همدغه وخت د چین اقتصاد د بحران سره مخامخ دۍ کوم چي د زیارکشانو او د کارګرانو له د بریدونو او د مظاهرو له کبله د ژمني په لور روان دۍ. خو دغه پروژې به خلکو ته د سولې پيغام نه وي بلکې د نوي خونړۍ جګړو او نښتو په فشارثابت شي. خو حکمران ټولګي به په چټکۍ سره د کارکوونکو د فساد او استثمار له لارې خپل مال زياته وي.د ګډآڼي وروستيو پېښوېوشمېرد کارکوونکو پر ژوند د کچې جوت کړې. د ګوادر بندراو نورو پروژو کار به دهغه کارکوونکو لپاره د دوزخ وي.د بلوچستان خلک د پوځي ظلم او استعمار د غلامۍ په توک دي دغه استمثاري پروژې او پلانونه د هغه خلکو په بې وزلي او د طبیعي منابعو د لوټېدل به زیات کړي. د زیارکشانو حالات په نورو سیمو کشي هم پر دغه ډول دۍ. ګلګت بلتستان کې ستر چاپېريالي بدلونونه چې تر ټولود دغو پروژو له امله اغيزمن دي.هلته د دې پروژې او د اصلي خوځښت په وړاندې هم اعتراضات شتون لري.
له بلې خوا يو شمېر مخالفو ډلو مشران او پوځي جرنېلان د کميسيون او ټېکو د لاسه تلو له امله دې پروژې پر ضد دي. دغه مخالفت په سیاست کې ګډوډي سبب جوړېژي. د داخلي شخړو د تخریب له کبله د دغه ظالم دولتي ادارې د ماتېدو سره مخامخ دي. په راتلونکي موده کې به دلته د امپریالیستي جګړې او وینې تویونې زیات کړي. په کشمیر دره کې د بې ساري خوځښت د ځوانانو د راڅرګندېدو له امله د هند او پاکستان د اړيکو ټينګارراويستۍ، او په سیمه کې د حالت د بدلون دلیل شتون لري. د دې دواړو هېوادونود جګړې زيان د چین په سوداګرۍ اثر لري همدې کبله چین د فشار د کمولو فشار راوړي.چین به غواړي چي هند د (سي پېک) برخه شي خو له وخت سره به په ټولنې ډېراغېز جوړ او وشخړو وي.
په راتلونکو وختونو کې به په سیمه کې په وړاندې د حکمران ټولګي او د کارګرې طبقې سخت دریځو په سیمه کې د متقابل یووالي مبارزه وکړي. يوه رښتينې مارکسيستي ځواک (ګوند) په بشپړه توګه د پانګوالي نظام د نسکورولو لپاره فرصتونو کاراوایه شي. دغه اقدام به په چټکۍ سره د جنوبي اسیا یو سوسیالیست فدراسيون جوړ کړي. او دا به د امپریالیستي یرغل اصلي غچ(انتقام) وي!